آلمان ۱۳ افغان را به کابل اخراج کرد — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو پر بنسټ، د جرمني د کورنیو چارو وزارت ويلي چې ۱۳ افغانان په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته لېږدول شوي دي. د جرمني «اېنټيوي» د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې ټول لېدول شوي کسان افغان نارینه او په جرمني کې د «جرمونو ترسره کولو» له امله تر قانوني څار لاندې وو. د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې چې دغه کسان د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته انتقال شوي او د هغوی د ايستلو بهیر پرون (سېشنبه) بشپړ شوی دی. د دغو کسانو د هویت، د اوسېدو د ځای او د بند د مودې په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي. د یادونې ده، د يادې جرمني رسنۍ په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو له ايستلو سره، له جرمني افغانستان ته د انتقال شوو افغانانو شمېر ۲۶۳ ته رسېدلی، چې نږدې ټول یې «مجرم» بلل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږي په ۲مه هم جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګره د یوې چارټر الوتکې له لارې افغانستان ته ستانه کړي وو.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
المان ۱۳ نور افغانان کابل ته راولېږل