د امانالله خان د اصلاحاتو د ناکامۍ په اړه یو له عامو روایتونو څخه دا دی، چې هغه خپل اصلاحات په ډېره زیاته بیړه پیل کړل او د افغانستان د ټولنې شرایط او ظرفیتونه یې په پام کې ونه نیول. د سیاسي چلند له نظره، هره ټولنه د وخت په تېرېدو سره د قدرت، تصمیمنیونې، سیاسي سیالۍ، باور او بېباورۍ، ائتلافجوړونې او د شخړو د حل ځانګړې الګوګانې رامنځته کوي. دغه الګوګانې د تاریخي تجربو او سیاسي فرهنګ له لارې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي؛ نو په دې بنسټ د افرادو او حتا د حکومتونو بدلون لازماً د سیاسي چلند د بدلون په مانا نهشي کېدای. همدا دلیل دی چې په افغانستان کې له تېرو سلو، بیا مشخصاً د ۱۳۵۲ کال راهیسې مخکینۍ سیاسي الګوګانې له نویو بڼو او لوبغاړو/نسل سره بیا-بیا تولید شوې دي. د نیوروپولیټیکس له اړخه، د اوږدمهاله جګړو، ناامنۍ، تاوتریخوالي او بېثباتۍ تجربې هم کولای شي د افرادو او سیاسي قشر پر ادراک، د ګواښ پر احساس، باور، تصمیمنیونه او سیاسي غبرګون اغېز وکړي. کله چې څو نسلونه په داسې چاپېریال کې لوی شي چې ناامني او د پاېښت لپاره بېقاعدې سیالي پکې حاکمه وي؛ نو هغه «سیاسي چلندونه» چې پر بېباورۍ، د ګواښ پر احساس، ډلهییزو وفاداریو او د اوږدمهاله همکارۍ پر ځای لنډمهاله امنیت ته پر لومړیتوب ولاړ وي، لا…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
«امانالله خان» او «ګوډ ملا»: د دوو فکرونو تلپاتې ټکر
منابع
Afghan sources
«امانالله خان» او «ګوډ ملا»: د دوو فکرونو تلپاتې ټکر