Kabulافغانستانامنیتپښتو

امرالله صالح: حسیب پنجشیری د میلیونونو «اسیرو انسانانو» د ملي ارمانونو لپاره وجنګېد — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 17:12:13🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د حسیب پنجشیري د وژل کېدو په غبرګون کې نوموړی د میلیونونو هغو افغانانو د ملي ارمانونو لپاره مبارز بللی چې د ده په وینا، اوس مهال «په اسارت» کې دي. صالح نوموړی یو زړور کس یاد کړی. د کابل له سقوط وروسته، یو شمېر یاد قوماندانان له هېواده د وتلو پر ځای د افغانستان غرنیو سیمو ته ولاړل او د طالبانو پر وړاندې یې د غلچکۍ جګړې جوړښتونه رامنځته کړل. پنجشېر، اندراب، سالنګ، بدخشان او د پروان ځینې سیمې د طالبانو د مخالفانو په مهمو مرکزونو بدلې شوې. د وژل شویو قوماندانانو په ډله کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې یو شمېر مهم کسان هم شامل دي. حسیب پنجشیری، بهلول بهیج، جنرال عبدالودود زره، فهیم دشتي، حاجي ملک خان، خیرمحمد خیرخواه اندرابي، قیوم کهگدای، عبدالصمد کوهگدای، اکمل امیري، عبدالبصیر اندرابي او شاه ولي خان هغه کسان دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له طالبانو سره په مختلفو سیمو کې د نښتو او یا هم د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. حسیب پنجشیری، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د ملي مقاومت جبهې وروستی قوماندان دی، چې وژل کیږي. د دې جبهې د سیاسي دفتر مسوول عبدالله خنجاني د هغه وژل کېدل تایید کړي دي. د طالبانو اړوندو رسنیو ادعا کړې چې نوموړی په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 17:12:13

مهالوېش

  1. AF International

    امرالله صالح: حسیب پنجشیری د میلیونونو «اسیرو انسانانو» د ملي ارمانونو لپاره وجنګېد

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-21 15:05:58

امرالله صالح: حسیب پنجشیری د میلیونونو «اسیرو انسانانو» د ملي ارمانونو لپاره وجنګېد

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button