د امریکا یوې فدرالي محکمې افغان تبعه محمد شریفالله د داعش ډلې ته د مالي او لوژستیکي ملاتړ چمتو کولو او د ترهګریزو بریدونو په ډیزاین او ملاتړ کې د نقش درلودلو په جرم پر ۲۰ کاله بند محکوم کړی دی. د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، شریفالله د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې د کابل هوایي ډګر د «ابي ګېټ» له انتحاري برید وړاندې د سیمې لاره ارزولې وه، د طالبانو پوستې یې نښه کړې وې او ځانمرګي بریدګر ته یې د لارې د امن کېدو ډاډ ورکړی و. له دغې څېړنې څو ساعتونه وروسته د داعش خراسان څانګې انتحاري کوونکي عبدالرحمان اللوغري له امله برید ترسره شو چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال یې ۱۳ امریکايي سرتېري او لسګونه افغان ملکیان ووژل. د دغه وزارت په وینا، د شریفالله فعالیتونه یوازې د کابل هوایي ډګر پورې محدود نه وو؛ بلکې د پلټنو اسناد ښيي چې نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې د مسکو په «کروکوس سیټي» کنسرټ هال کې د برید پر مهال مهاجمینو ته د وسلو کارولو لارښوونې لېږلې وې او ورسره پر اړیکه کې و. شریفالله په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه ونیول شو او امریکا ته ولېږدول شو.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
امريکا يو افغان په ۲۰ کاله بند محکوم کړ | آمو ټلویزیون