د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څېړنیز مرکز په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د ادارې تر ملاتړ لاندې ترهګري او افراطیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو امنیت او د سیمې ثبات ته جدي ګواښ ګڼل کېږي. یادې ادارې جمعه (د چنګاښ ۱۹مه) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۵۲ ناورین ځپلو او جګړه ځپلو هېوادونو وضعیت یې ارزولی. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له جنورۍ راهیسې لږ تر لږه یو مېلیون ښځو او نجونو په دغه هېوادونو کې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی. افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د بودجې د کمښت له امله سخت اغېزمن شوی دی. په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ښځو بنسټونه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او هایټي په څېر هېوادونو کې د ورته بنسټونو په شان په داسې شرایطو کې فعالیت کوي چې د اړتیاوو له زیاتېدو سره، سره یې مالي سرچینې په بېساري ډول کمې شوې دي. د راپور موندنې ښيي؛ د سروې شویو ښځو بنسټونو ۸۴ سلنې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې د دوی د خدمتونو غوښتنه زیاته شوې؛ خو نږدې ۹۰ سلنهبیا وایي چې نور د اوسنیو اړتیاوو پوره کولو توان نهلري. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي نو د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ، روغتیايي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
امریکايي څېړنیز مرکز: طالبانو افغانستان د سیمهییزې ترهګرۍ پر مرکز بدل کړی
سرچینې
Afghan sources
امریکايي څېړنیز مرکز: طالبانو افغانستان د سیمهییزې ترهګرۍ پر مرکز بدل کړی