EnglishKabulافغانستانامنیت

امریکا او ایران یو ځل بیا یو پر بل بریدونه کړي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-12 05:27:33🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په ایران کې پر څو هدفونو د تازه بریدونو خبر ورکړی او د ایران پوځ هم ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر توغندیو او ډرونونو ویشتلې دي. سنټکام پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د روانې اونۍ د درېیم پړاو بریدونو پر مهال یې په ایران کې شاوخوا ۱۴۰ پوځي موخې په نښه کړې دي. سرچینې زیاته کړې، دغه بریدونه د ځمکنيو او سمندري جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او د سمندري ځواکونو له بېړیو ترسره شوي او د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د مهماتو زېرمتونونه، مخابراتي شبکې او د ساحلي څارنې مرکزونه یې په نښه کړي دي. سنټکام زیاته کړې چې د روانې اونۍ په درېیو شپو کې یې د امریکا د ولسمشر په امر له ۳۰۰ ډېر هدفونه ویشتلي، څو په هرمز تنګي کې پر ملکي بېړیو او سوداګریزو کښتیو د بریدونو لپاره د ایران وړتیا کمه کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې اوبو له لارې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ دوام لري او امریکایي ځواکونو د مې میاشتې له پیله تر اوسه د هرمز تنګي له لارې د څه باندې ۸۰۰ سوداګریزو کښتیو او ۴۰۰ میلیون بېرلو خامو تېلو د لېږد په خوندي تېرېدو کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-12 05:27:33

Timeline

  1. Pajhwok

    امریکا او ایران یو ځل بیا یو پر بل بریدونه کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 09:57:20

امریکا او ایران یو ځل بیا یو پر بل بریدونه کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button