Kabulافغانستانامنیتدری

امریکا د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي؛ ایران هم په… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-09 06:02:11🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۵): د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچونو په دوام، د امریکا پوځ وايي چې د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ یې په نښه کړې دي؛ د ایران سپاه پاسداران بیا ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه په توغندیو ویشتلې ده. اسوشیټېد پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د سې‌شنبې په ورځ د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ وروسته له هغه په نښه کړې چې د دغه مرکز په وینا، سپاه پاسداران په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې هڅه کړې وه چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ په بالسټیک توغندیو وولي. سنټکام ویلي چې امریکايي جنګي بېړۍ په دغو بریدونو کې زیانمنه شوې نه ده او هیڅ امریکايي سرتېري ته هم زیان نه دی اوښتی. د دغه مرکز په خبره، پر بېړیو له برید مخکې یې د هغو عملې ته خبرداری ورکړی و چې بېړۍ پرېږدي. ورته مهال، د ایران صداوسیما خبري اژانس راپور ورکړی چې د سې‌شنبې په شپه د دغه هېواد دوه تېل‌وړونکې بېړۍ د هرمزګان ولایت ختیځ کې د جاسک ولسوالۍ په ساحل کې د امریکا په توغندیز برید کې په نښه شوې دي. یادې رسنۍ لیکلي چې د دغو بېړیو عمله د ژغورنې په کښتیو کې د جاسک ساحل ته لېږدول…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-09 06:02:11

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي؛ ایران هم په اردن کې امریکايي اډه ویشتلې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-09 10:28:51

امریکا د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي؛ ایران هم په اردن کې امریکايي اډه ویشتلې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button