کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د امریکا د خزانې وزارت د ترکیې د پانګونې پر یوه بانک او دوو اړوند شرکتونو د ایران او سپاه پاسداران د قدس ځواک اړوندو مالي معاملو د اسانتیا په تور بندیزونه لګولي؛ خو «ګولډن ګلوبل» بانک دغه تورونه رد کړي دي. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت پرون (جمعه) ویلي چې په استانبول کې مېشت «ګولډن ګلوبل» د پانګونې بانک، د «ګولډن ګلوبل پورټفولیو» د شتمنیو د مدیریت شرکت او د «ګولډن ګلوبل وارلیک» د شتمنیو د اجارې شرکت یې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي. د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې (OFAC) ویلي چې دغه درې واړه بنسټونه یې د «ځانګړو ټاکل شوو اتباعو» په نوملړ کې شامل کړي او له ډالرمحور مالي نظامه به جلا شي. د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت له دغو تحریم شوو بنسټونو سره د معاملو د پای ته رسولو لپاره عمومي جواز هم صادر کړی دی. د راپور پر بنسټ، د امریکا د خزانې وزارت ادعا کړې چې «ګولډن ګلوبل» بانک د ایران د غیررسمي بانکي شبکې د مرستې او له چین څخه ترکیې ته د ایران د تېلو د عوایدو د لېږد لپاره جوړ شوی و؛ هغه ځای چې یاد عواید د صرافانو له خوا په نغدو پیسو او سرو زرو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
امریکا د ترکیې پر یوه بانک او دوو اړوندو شرکتونو بندیزونه لګولي
منابع
Afghan sources
امریکا د ترکیې پر یوه بانک او دوو اړوندو شرکتونو بندیزونه لګولي