کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا د اروپايي ټولنې په ګډون د خپلو ۶۰ سوداګریزو شریکانو پر وارداتي توکو ۱۰ او ۱۲،۵ سلنه نوې تعرفې لګولې دي؛ واشنګټن دغه اقدام د جبري کار له لارې د تولید شوو توکو د واردېدو د مخنیوي او په نړۍواله سوداګرۍ کې د عادلانه سیالۍ د ملاتړ په موخه توجیه کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا حکومت سر له ننه (جمعه، د جولای ۲۴مه) د اروپايي ټولنې، چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا او برازیل په ګډون د خپلو ۶۰ سوداګریزو شریکانو پر وارداتي توکو نوې تعرفې لګولې دي. د دې پرېکړې له مخې، هغه هېوادونه چې د واشنګټن په وینا، د جبري کار له لارې د تولید شوو توکو د واردېدو د مخنیوي لپاره یې اړین اقدامات کړي، په ۱۰ سلنه تعرفه کې راځي؛ خو له نورو هېوادونو واردېدونکي توکي به له ۱۲،۵ سلنې تعرفې سره مخ شي. امریکايي چارواکو ویلي چې دغه اقدام د پخوانۍ ۱۰ سلنې موقتي تعرفې د اعتبار له پای ته رسېدو وروسته او د جبري کار اړوندو توکو د واردېدو د مخنیوي، د بشري حقونو د ملاتړ او په نړۍواله سوداګرۍ کې د عادلانه سیالۍ د رامنځته کولو په موخه شوی دی. دغه تعرفې د امریکا د سوداګرۍ قانون د ۳۰۱مې مادې پر بنسټ لګول شوې دي؛ ځکه د امریکا…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
امریکا د خپلو ۶۰ سوداګریزو شریکانو پر وارداتي توکو نوې تعرفې لګولې دي
منابع
Afghan sources
امریکا د خپلو ۶۰ سوداګریزو شریکانو پر وارداتي توکو نوې تعرفې لګولې دي