په دوشنبه کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پرتو سرحدي سیمو، په ځانګړې توګه د تاجکستان خودمختاره ولایت بدخشان ته لاړ نه شي. د امریکا د سفارت په وینا، د افغانستان په بدخشان کې وروستیو نښتو د تاجکستان پر امنیتي وضعیت هم اغېز کړی دی. مرتضوي وویل: «یو بایسکل مې درلود، هغه هم غلو یووړ». نوموړي ویلي، د خپل عمر نږدې درېیمه برخه یې په کډوالۍ کې تېره کړې او له همدې امله یې غوښتل له سیاسي بدلونونو سره سره په افغانستان کې پاتې شي. هغه وویل، چې په بهر کې یې چې هر افغان لیدلی، په وطن کې یې د اوسېدو هیله لرله، نو ده هم پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې پاتې شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ثبت شوي جنايي جرمونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۶۰ سلنه زیات شوي دي. د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۱۰ زره جنايي پېښې ثبت شوې وې، خو دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۷ زرو واوښت. په ثبت شویو جنايي پېښو کې د غلا کچه تر نورو ډېره لوړه شوې ده. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې د غلا ۳ زره او ۱۰۲ پېښې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې د تاجکستان او افغانستان سرحدي سیمو ته لاړ نه شي
سرچینې
Afghan sources
امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې د تاجکستان او افغانستان سرحدي سیمو ته لاړ نه شي