EnglishKabulPoliticsافغانستان

امریکا له غزې د فلسطینیانو ایستلو له طرحې سره مخالفت وکړ — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-05 05:03:48🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن له غزې د فلسطینیانو د جبري ایستلو، بې‌ځایه کولو یا لېږدولو له هیڅ طرحې یا وړاندیز څخه ملاتړ نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاټس د هغو خبرو په غبرګون کې کړې دي چې ویلي یې وو، له غزې د فلسطینیانو وتل د بحران یوازېنۍ «حل‌لاره» ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون (جمعه) الجزیرې ته ویلي چې واشنګټن لا هم په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۲۰ ماده‌ییز پلان ته ژمن دی. هغه ټینګار کړی: «هیڅوک به اړ نه کړای شي چې له غزې ووځي او هغه کسان چې غواړي له غزې ووځي، ازاد به وي او د بېرته ورستنېدو حق به هم ولري.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «متحده ایالات له غزې د خلکو د جبري بې‌ځایه کولو، ایستلو یا جبري لېږدولو له هیڅ طرحې یا وړاندیز څخه ملاتړ نه کوي.» نوموړي ویلي، هر ډول بې‌ځایه کېدل باید په بشپړه توګه په خپله خوښه وي او د واشنګټن تمرکز «د غزې بې‌وسلې کول، ثبات او د سیمې د اوسېدونکو په ګټه د هغې بیارغونه» ده. کاټس د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې ټرمپ…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-05 05:03:48

Timeline

  1. Pajhwok

    امریکا له غزې د فلسطینیانو ایستلو له طرحې سره مخالفت وکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-05 09:33:20

امریکا له غزې د فلسطینیانو ایستلو له طرحې سره مخالفت وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button