Englishافغانستانامنیتکونړ

امریکا لومړۍ د افغانستان په کونړ ولایت کې ماتې خوړلې وه

DevelopingSecurityکونړ1 SourcesUpdated: 2026-10-13 06:06:35🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال راپور راکړی کونړ د افغانستان په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې امریکايي اشغالګرور پکې د نورو سیمو په پرتله لومړی ماتې خوړلې ده. د دې ولایت هر سیمه د دغو اشغالګرو ځواکونو د ظلمونواو تېریو کیسې لري. شولتن په کونړ ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د کونړ د نورو غرنیو سیمو د خلکو په څېر، د امریکايي اشغالګرو د شپنیو عملیاتو او د ملکي وګړو د وژل کېدو ترخې خاطرې لري. شاکر الله د شولتن ولسوالۍ د سنو کلي اوسېدونکی دی. نوموړی وایي، د امریکايي اشغالګرو په دوو بېلابېلو شپنیو عملیاتو کې یې د خپلې کورنۍ نږدې څلوېښت غړي له لاسه ورکړي، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل وو. شاکر الله د خپلې کورنۍ د غمجنې کیسې د یوې برخې په بیانولو کې وایي، یو کاکا یې چې له کوچنیوالي یې خبرې نه شوې کولای، هغه مهال چې امریکايي ځواکونه د شپې د دوی کور ته ورغلل، د پنجابي یا عرب ګومان یې پرې وکړ او سخت یې شکنجه کړ. د هغه په وینا، کله چې امریکايي اشغالګر پوه شول چې نوموړی خبرې نه شي کولای، په ډزو یې وواژه. د شاکر الله د کور تر څنګ یوه هدیره ده چې د هغه د کورنۍ غړي پکې په ډله‌ییز ډول ښخ شوي دي. دا هدیره یوازې…

Quick facts

Locationکونړ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-13 06:06:35

Timeline

  1. Parstoday

    امریکا لومړۍ د افغانستان په کونړ ولایت کې ماتې خوړلې وه

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-13 05:59:24

امریکا لومړۍ د افغانستان په کونړ ولایت کې ماتې خوړلې وه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button