افغانستانامنیتپښتوغور

حماس: نابلس ښار کې د اسرائیلو له لوري د ودانیو ویجاړول تنظیم شوی… — Bakhtar

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 12:52:11🎙 راډیو واورئ

Summary: غزه کې د حماس جهادي غورځنګ مشرانو د فلسطین لوېدیځه غاړه نابلس کې د اسرائیلو له لوري د ودانیو پرلپسې ویجاړولو ته توند غبرګون ښودلی دی. د یاد غورځنګ مشر محمود مرداوي په خپره شوې اعلامیه کې نن دوشنبه ویلي، چې په یاد ښار کې د صهیونیستي رژیم د پوځيانو له لوري د عامو خلکو نیول او د دې ښار په څېرمه کې د ودانیو ورانول له وړاندې تنظیم شوی شوم پلان دی.هغه په ټینګار سره ویلي، چې دا ډول اقدامات د فلسطیني وګړو د ارادو د کمزورۍ په موخه شوي چې په ټوله کې پر فلسطیني ځمکو ولکه ده.هغه دغه راز له هېوادونو غوښتي، چې د اشغالګرو په وړاندې د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ وکړي او د دغه ډول وحشیانه جنایتونو په برخه کې چوپتیا غوره نه کړي.اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې دا ډول شوم پلانونه نه شي کولی فلسطیني وګړي اجباري کډوالۍ ته اړ کړي او له مېشتو خلکو یې غوښتي چې له شته امکاناتو پر استفادې مقاومت ته دوام ورکړي.نابلس ښار چې د اسرائیلو له لوري پرې له څو اوونیو راهیسې عملیات روان دي په دې وروستیو کې له پلمو په ګټې اخیستنې د صهیونیستي رژیم پوځیان په بې رحمانه ډول د عامو فلسطیني وګړو کورونه ویجاړوي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 12:52:11

مهالوېش

  1. Bakhtar

    حماس: نابلس ښار کې د اسرائیلو له لوري د ودانیو ویجاړول تنظیم شوی پلان دی

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-31 10:33:21

حماس: نابلس ښار کې د اسرائیلو له لوري د ودانیو ویجاړول تنظیم شوی پلان دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button