EconomyEnglishافغانستانننګرهار

ننګرهار کې ۸۰ کوچنیو کاروباریانو ته د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په… — Bakhtar

DevelopingEconomyننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-10-13 18:37:08🎙 Listen to radio

Summary: د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ډانیډا دفتر په مالي ملاتړ د دغه ولایت د چپرهار او کوټ ولسوالیو ۸۰ کوچنیو کاروباریانو ته د ۴ میلیونه ۱۶۰ زره افغانیو په ارزښت د پروسس وسایل ووېشل شول. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد ویلي، چې د دې مرستې موخه د کوچنیو کاروباریانو د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو پروسس او د کاروبارونو پراختیا ده. د ډاکار مؤسسې د ختیځ زون مسوول انجینر خان آغا شینواري باختر اژانس ته ویلي، چې هر کاروباري ته د ۵۲ زره افغانیو په ارزښت د پروسس وسایل ورکړل شوي، څو خپل کاروبار پراخ او د عاید کچه لوړه کړي. د نوموړي په وینا، په هره کڅوړه کې د پروسس شاوخوا ۳۰ ډوله وسایل او اړین توکي شامل دي، چې د سبزیجاتو او مېوو وچولو ماشین، لمریزه تخته، بېلر، ګازډبه، سولري جوسر، د سلاتو او ترکاریو د چمتو کولو وسایل، د خوراکي توکو د ساتنې لوښي، شیشه‌یي بوتلونه، ترازو، کاري جامې، دستکشې، ماسکونه او د اچارو جوړولو اړین توکي پکې شامل دي. د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي د همکارو مؤسسو په همغږۍ د بزګرانو او کوچنیو کاروباریانو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د کورنیو تولیداتو د پروسس او بازارموندنې ترڅنګ، عایداتي فرصتونه زیات او د خلکو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-13 18:37:08

Timeline

  1. Bakhtar

    ننګرهار کې ۸۰ کوچنیو کاروباریانو ته د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروسس وسایل ووېشل شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-13 16:13:00

ننګرهار کې ۸۰ کوچنیو کاروباریانو ته د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروسس وسایل ووېشل شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button