Kabulافغانستانامنیتدری

امریکا پر ایران توغندیز بریدونه کړي؛ ایران: استوګنیز کور په نښه شوی — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-30 06:27:29🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د تېرې ورځې بریدونو په غبرګون کې یې پر ایران توغندیز بریدونه کړي؛ خو ایراني سرچینې وایي، د امریکا په ننني برید کې یو استوګنیز کور په نښه شوی چې له امله یې د یوې کورنۍ درېیو غړو ژند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي. د ایران سپاه پاسداران پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د امریکا د پوځ د اقداماتو په غبرګون کې یې په اردن کې د دغه هېواد د پوځ یوه هوايي اډه او د مرکزي قوماندانۍ مرکز په بالستیک توغندیو ویشتلي دي. بلخوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د یادو بریدونو په ځواب کې یې د سپاه پاسداران اړوند مرکزونه په نښه کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې په ایران کې د سپاه پاسداران اړوند پوځي قومانداني، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات، د ساحلي څار او دفاع مرکزونه او سمندري وړتیاوې په نښه شوې دي. بلخوا، فارس خبري اژانس د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د نن ورځې په برید کې د قشم ښار د چاه‌تنګو سیمې یو استوګنیز کور په نښه شوی چې له امله یې درې کسان…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-30 06:27:29

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا پر ایران توغندیز بریدونه کړي؛ ایران: استوګنیز کور په نښه شوی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-30 10:55:58

امریکا پر ایران توغندیز بریدونه کړي؛ ایران: استوګنیز کور په نښه شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button