کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو او اټومي مرکزونو د برید لپاره د «بمونو مور» کارولو طرحې چمتو کړې دي. د سياېناېن خبري شبکې د راپور له مخې، یو شمېر امریکایي چارواکو چې د پوځي پلان جوړونې له بحثونو خبر دي، ویلي چې د امریکا پوځ پر ایراني اهدافو د برید لپاره بېلابېل انتخابونه ارزوي. د راپور له مخې، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر وکړي، دغه بریدونه ښايي د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې یا وروسته ترسره شي. په راپور کې راغلي چې له ایران سره په روانه جګړه کې د دغه بم کارول به د پوځي عملیاتو د پام وړ پراختیا وښيي. سرچینې لیکلي، د امریکا پوځ د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو او د دغه هېواد د اټومي پروګرام اړوند مرکزونو، په ځانګړي ډول د «پیکاکس ماونټین» په نوم پر یوه ځای د برید طرحې ارزولې دي. خو د امریکا د پوځي پلان جوړونې ځینو باخبره چارواکو د ځمکې په ژورو برخو کې د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د دغه بم د اغېزمنتیا په اړه شک څرګند کړی دی؛ ځکه دغه وسله تر ډېره د پراخې چاودنې لپاره جوړه شوې او ځمکې ته د ژور نفوذ وړتیا نه لري. په راپور کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنې هم یادې شوې دي….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
امریکا پر ایران د «بمونو مور» کارولو طرحه ارزوي