Kabulافغانستانامنیتدری

امریکا پر ایران کې د واده پر مراسمو د برید په اړه څېړنه… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-04 07:05:42🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ويلي، دغه هېواد د هغه هوايي برید په اړه څېړنه کوي چې ایران ادعا کړې، د واده مراسم یې په نښه کړي دي. د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا د دغه هېواد د بندري ښار سیریک ته څېرمه د واده پر مراسمو هوايي برید کړی دی. د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو په وروستیو شمېرو کې ویلي چې په دغه برید کې پنځه کسان، چې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ هم پکې شامله ده، وژل شوي او نږدې ۷۰ نور ټپیان شوي دي. بلخوا، رویټرز راپور ورکړی چې ونس پرون (پنج‌شنبه) په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، امریکا د دې پېښې په اړه څېړنه کوي، ځکه غواړي معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي. هغه زیاته کړې، که د امریکا پوځي ځواکونه کومه تېروتنه وکړي، دغه هېواد به له هغو تېروتنو زده‌کړه وکړي، څو د ورته پېښو د بیا تکرار مخه ونیول شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-04 07:05:42

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا پر ایران کې د واده پر مراسمو د برید په اړه څېړنه کوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-04 11:33:45

امریکا پر ایران کې د واده پر مراسمو د برید په اړه څېړنه کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button