کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو پر يو شمېر هغو ايراني شبکو، اشخاصو او بېړيو چې خامو تېل، نفتي محصولات او پټروشیمي توکي لېږدوي، نوي بندیزونه لګولي؛ هغه اقدام چې د امریکا د خزانې وزارت په وینا، د تهران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو زیاتولو په موخه شوی دی. د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي چې دغه اقدام د ایران د تېلو د ناقانونه لېږد پر پاتې زیربناوو تر ټولو سخت ګوزار دی او د دغه هېواد د «سیوري بېړیو» لویه برخه یې په نښه کړې ده. دغه چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د خزانې وزارت هڅه کوي د ایران د حکومت د ناقانونه عوایدو وروستۍ ستره سرچینه بنده او پر تهران نړۍوال فشارونه زیات کړي. رویټرز لیکلي، دغه بندیزونه وروسته له هغه لګېږي چې امریکا د جولای په ۱۴مه د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د تفاهملیک له ناکامېدو وروسته د ایران پر بندرونو خپله محاصره بېرته پیل کړه. د امریکا د خزانې وزارت د یوه چارواکي په وینا، ایران اوس یوازې شاوخوا ۲۰ میلیون بېرله خام تېل په هغو بېړیو کې لري چې د محاصرې له ساحې بهر، د سنګاپور، مالیزیا او چین په شاوخوا کې دي. د دغه وزارت یوه بل چارواکي ویلي چې ایران د محاصرې او بندیزونو له…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
امریکا پر يو شمېر ايراني شبکو، کسانو او بېړيو نوي بندیزونه لګولي
منابع
Afghan sources
امریکا پر يو شمېر ايراني شبکو، کسانو او بېړيو نوي بندیزونه لګولي