EconomyKabulافغانستاندری

امریکا پر کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 05:18:35🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې د سوداګرۍ په اړه د امریکا او کاناډا ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، واشنګټن د کاناډا د میلیاردونو ډالرو پر وارداتي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده. الجزیرې راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو چارواکي په واشنګټن کې له درېیو ورځو خبرو وروسته ونه توانېدل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو مخکې پر یوه سوداګریز تړون هوکړې ته ورسېږي. د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې هېواد به یې د امریکا د نوو تعرفو غبرګون کې په هماغه کچه متقابل اقدام وکړي. هغه زیاته کړې چې که څه هم په تېرو اونیو کې له امریکا سره په خبرو کې پرمختګ شوی، خو دغه پرمختګ د هغو موخو ځواب ویونکی نه دی چې کاناډا یې لري. بلخوا، د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر کاناډا د خبرو ناکامېدو مسووله بللی او ویلي یې دي چې اوتاوا د هغو شرایطو پر بنسټ د تړون له وروستي کولو ډډه کړې چې د اونۍ په پیل کې پرې هوکړه شوې وه. د راپور له مخې، نوې تعرفې امریکا ته د کاناډا د وارداتو شاوخوا پنځه سلنه برخه اغېزمنوي او د امریکا د مخکنیو تعرفو سربېره به د کاناډا پر فولادو، لرګیو او موټرو هم عملي شي. د راپور له…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 05:18:35

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا پر کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-22 09:48:20

امریکا پر کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button