DevelopmentKabulافغانستانپښتو

امریکا کې د توپانونو له امله د نږدې یو میلیون کورونو او سوداګریزو… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-27 06:12:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ايالتونو په بېلابېلو سیمو کې د سختو توپانونو او تېزو بادونو له امله د نږدې یو میلیون کورونو او سوداګریزو مرکزونو برېښنا پرې شوې او د نیویارک ښار د مېسي د مننې ورځې کلنی پرېډ هم ځنډېدلی دی. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې سختو بادونو او سېلابونو د امریکا ختیځ او لوېدیځ ساحلونه ځپلي او د خلکو د رخصتیو پر سفرونو یې هم اغېز کړی دی. د راپور له مخې، د پنجشنبې ورځې تر ماښامه په امریکا کې څه باندې ۹۰۰ زره کورونه او سوداګریز مرکزونه له برېښنا بې‌برخې شوي وو چې ډېری یې ختیځو ایالتونو کې دي. مېسي شرکت د سختو بادونو له امله د خپل کلني پرېډ د شنبې ورځې ته د ځنډولو پرېکړه کړې؛ ځکه اندېښنه وه چې د نیویارک د لوړو ودانیو ترمنځ تېز بادونه د دغه پرېډ لویې هوايي مجسمې له خطر سره مخ کړي. د راپور له مخې، د توپانونو له امله د امریکا په بېلابېلو برخو کې سېلابونه هم راوتلي، سړکونه تړل شوي او د هوايي تګ راتګ بهیر هم ګډوډ شوی دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-27 06:12:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    امریکا کې د توپانونو له امله د نږدې یو میلیون کورونو او سوداګریزو مرکزونو برېښنا پرې شوې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-27 10:39:04

امریکا کې د توپانونو له امله د نږدې یو میلیون کورونو او سوداګریزو مرکزونو برېښنا پرې شوې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button