HealthKabulافغانستاندری

امریکا کې پر موټر د لارویانو وهلو پېښه؛ درې کسان مړه او درې… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-11 04:40:41🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – امریکايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد د لاس‌انجلس ښار په نورث هالیوډ سیمه کې یوه ډله پلي کسان پر موټر وهل شوي چې له امله یې لږ تر لږه درې کسان مړه او درې نور سخت ټپیان شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، پېښه پرون ماښام د لاس‌انجلس ښار په نورث هالیوډ سیمه کې، د ځايي وخت له شپږو بجو لږ مخکې شوې ده. د لاس‌انجلس د پولیسو او اوروژنې ادارې د معلوماتو له مخې، درې پلي کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او دوه نور له موټرچلوونکي سره یوځای په نازک روغتیايي حالت کې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. پولیسو ویلي چې تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی روښانه شوی او څېړنې روانې دي، څو معلومه کړي چې دغه پېښه تصادفي وه او که قصدي. امریکايي چارواکو تر اوسه د قربانیانو د هویت او د پېښې د لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-11 04:40:41

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا کې پر موټر د لارویانو وهلو پېښه؛ درې کسان مړه او درې ټپیان شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-11 09:08:34

امریکا کې پر موټر د لارویانو وهلو پېښه؛ درې کسان مړه او درې ټپیان شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button