HealthKabulافغانستاندری

امریکا کې په یوه پلورنځي کې د ډزو پېښه؛ یو کس وژل شوی… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-31 10:22:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د امریکا د کالیفورنیا ایالت په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي. د اې‌بي‌سي نیوز خبري شبکې راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په شپه (د اکټوبر ۳۰مه) شاوخوا اته‌نیمې بجې د کالیفورنیا ایالت د فیرفیلډ ښار په سولانو ټاون سوداګریز مرکز کې د «سپیریټ هالووین» په نوم پلورنځي کې شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې پولیس د ډزو په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او اووه کسان یې په ټپي حالت کې لیدلي دي. پولیسو ویلي چې له دغو کسانو یوه یې د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي چې د لږ تر لږه درېیو روغتیايي وضعیت نازک دی. تر اوسه د دغو ډزو انګېزه او د بریدګر هویت نه دي معلوم شوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-31 10:22:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا کې په یوه پلورنځي کې د ډزو پېښه؛ یو کس وژل شوی او شپږ ټپیان دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-31 14:51:31

امریکا کې په یوه پلورنځي کې د ډزو پېښه؛ یو کس وژل شوی او شپږ ټپیان دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button