د اګست په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشر، ډنمارک وایي چې قدرت ته د طالبانو د بېرته راستنېدو پنځمه کلیزه، د ښځو او نجونو وضعیت ته د پاملرنې د اړتیا یادونه کوي. په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازې او د اګست میاشتې لپاره د امنیت شورا دوره يي مشره، کریستینا مارکوس لاسن وایي، امنیت شورا به په دې میاشت کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر پایلو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت تمرکز وکړي. نوموړې د دوشنبې په ورځ د اګست میاشتې لپاره د امنیت شورا د کاري برنامې د تشریح په خبري ناسته کې وویل، دا میاشت په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو د بېرته راستنېدو سره سمون خوري. هغې زیاته کړه، دا مناسبت د طالبانو د واکمنۍ پر پایلو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د غور او تأمل کولو یو فرصت دی. د مېرمن لاسن په وینا، ډنمارک په امنیت شورا کې د خپل غړیتوب په دوره کې تل د نړیوالو حقوقو، په ګډون د نړیوالو بشردوستانه حقوقو پر مراعاتولو ټینګار کړی او د ښځو، سولې او امنیت موضوع یې له خپلو لومړیتوبونو څخه ګرځولې ده. میرمنلاسن وویل: «د امنیت شورا پر ریاست زموږ دوره کې به هم پر دغو موضوعاتو تمرکز وشي.» هغې همدارنګه وویل، قدرت ته د طالبانو د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
امنیت شورای د طالبانو د بیا واکمنېدو په پنځم کال د ښځو پر وضعیت تمرکز کوي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
امنیت شورای د طالبانو د بیا واکمنېدو په پنځم کال د ښځو پر وضعیت تمرکز کوي | آمو ټلویزیون