کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د امو نهنګانو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو پایلوبه کې د سپینغر لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ماته ورکړه او پرلهپسې د درېیم ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله. نننې لوبه چې په خوست کې ترسره شوه، پچه یې د سپینغر پړانګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د امو نهنګانو لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. په دې لوبه کې د سپینغر پړانګانو لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ۲۰م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې. د سپینغر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې عصمت عالم ۶۷، راشدخان ۲۷ او دروېش رسولي ۲۰ منډې وکړې. د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپاچونه کې فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب، قیساحمد او عبدالله احمدزي دوه- دوه او یمین احمدزي د سپینغر یو لوبغاړي وسوځول. د امو نهنګانو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۶.۱ اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ وېکټو په توپیر یې د سپینغر لوبډلې ته ماته ورکړه. په دې لوبه کې د امو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې عمران میر ۷۷ او حسن عیسيخېل ۶۳ منډې وکړې. د یادونې ده، د امو نهنګانو لوبډلې له دې مخکې د شپږیزه کرکټ لیګ نهم او لسم پړاوونو اتلولي هم ګټلې وه.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
امو نهنګانو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو اتلولي وګټله
سرچینې
Afghan sources
امو نهنګانو لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو اتلولي وګټله