EnglishHealthKabulافغانستان

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۸۷ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-20 06:52:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۸۷ کورنۍ چې ۱۵۳۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۲۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۲۶۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۲۶ کورنۍ چې ۱۲۹۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۲۵ کورنۍ چې ۱۱۹۷ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او ۵۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۳۲ کورنیو سره په ټولیز ډول یو میلیون او ۹۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم لس کورنۍ چې ۶۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي؛ له دې ډلې اووه کورنۍ چې ۴۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۹۴ زره…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-20 06:52:03

Timeline

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۸۷ کورنۍ راستنې شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-20 11:21:33

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۸۷ کورنۍ راستنې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button