کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ګانسو ولایت کې د ځمکښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان تر خاورو لاندې شوي؛ هممهاله، په هوبې ولایت کې سختو توپانونو اته کسان مړه او ۲۷۵ نور ټپیان کړي دي. د چین دولتي ټلوېزیون (CCTV) راپور ورکړی چې په ګانسو ولایت کې د ځمکښویېدنې پر مهال ټول ۳۳ کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وو، چې تر اوسه ۱۷ کسان ژغورل شوي او د پاتې ۱۶ کسانو د د ژغورنې عملیات روان دي. د راپور له مخې، د چین ولسمشر شي جینپینګ اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د زیانمنو د ژغورنې لپاره ټول امکانات وکاروي. د ځمکښویېدنې اصلي لامل لا نه دی څرګند شوی، خو دا پېښه داسې مهال شوې چې د چین بېلابېلې سیمې په وروستیو ورځو کې له سختو بارانونو او توپانونو سره مخ دي. د شینهوا خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د دوشنبې ماښام په هوبې ولایت کې سختو توپانونو اته کسان مړه کړي، یو کس ورک دی او لږ تر لږه ۲۷۵ نور یې ټپیان کړي دي. د هواپېژندنې د چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د باد چټکتیا په ساعت کې ۱۴۹ کیلومترو ته رسېدلې ده. د چین د هواپېژندنې ملي مرکز خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به هم سخت…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
چین کې توپان او ځمکښویېدنه؛ اته کسان مړه او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
چین کې توپان او ځمکښویېدنه؛ اته کسان مړه او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي