د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونه «مطلق د زغملو وړ نه دي». دا بريد په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د ايستلو د بهير پر مهال او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو څو ورځې وړاندې شوی و. د اسوشيټېډ خبري اژانس پرېس د راپور له مخې، قاضي انتوني ترنګا د چهارشنبې په ورځ د ويرجينيا ايالت د الکساندريا په فدرالي محکمه کې شريفالله ته تر ټولو لوړه ممکنه سزا وټاکله. د منصفه پلاوي د روان کال په اپرېل مياشت کې هغه د داعش خراسان ډلې د مادي ملاتړ په جرم ګناهکار بللی و. خو د منصفه پلاوي غړي دې پایلې ته ونه رسېدل چې آيا د هغه همکاري د کابل هوايي ډګر په بريد کې د قربانيانو د مرګ سبب شوې وه که نه. که دا موضوع ثابته شوې وای، شريفالله ښايي د عمر بند سزا ترلاسه کړې وای. څارنوالانو وويل چې نوموړي له بريد مخکې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته د تلونکو لارو پېژندنه د داعش خراسان ډلې لپاره کړې وه. هغه په محکمه کې شاهدي ورنه کړه او د حکم له اورولو مخکې يې هم له خبرو کولو ډډه وکړه. قاضي ترنګا هغه «ژمن ترهګر» وباله او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
انتونیو ګوترېش: د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیز د زغملو وړ نه دی
سرچینې
Afghan sources
انتونیو ګوترېش: د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیز د زغملو وړ نه دی