Englishافغانستانامنیتبغلان

انتونیو ګوترېش: په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د توکمیزې تصفیې ګواښ زیات… — AF International

DevelopingSecurityبغلان1 SourcesUpdated: 2026-10-26 23:35:47🎙 Listen to radio

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسراییل د اقداماتو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په سیمه کې د فلسطینیانو د توکمیزې تصفیې ګواښ ورځ تر بلې زیاتېږي. ګوترېش په یوه بیان کې ویلي، چې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي مېشت‌ځایونو پراختیا روانه ده، فلسطینیان په پرله‌پسې ډول له خپلو ځمکو ایستل کېږي او د اسراییلي مېشت‌کېدونکو تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. هغه زیاته کړې، چې فلسطیني کورنۍ له بریدونو سره مخ کېږي او په سیمه کې داسې شرایط رامنځته کېږي چې پر فلسطینیانو فشارونه لا زیاتوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی، چې دغه وضعیت باید پای ته ورسېږي. ګوترېش ویلي، چې په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې ټینګښت د فلسطینیانو د مشروع حق، یعنې د خپل برخلیک د ټاکلو د حق، له تحقق پرته ناشونی دی. د بلجیم دولتي رسنۍ «وي‌ار‌ټي» د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۴مه راپور ورکړی چې د دغې شبکې د فعالیتونو په اړه څېړنې درې کاله مخکې پیل شوې وې. د څارنوالۍ په وینا، د شبکې غړو په ټیک‌ټاک کې د «۳۱۳» او «۳۱۳ کریمینل» په نومونو فعالیت کاوه او د انساني قاچاق د عملیاتو ویډیوګانې یې خپرولې. د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، دې شبکې منظمه تشکیلاتي بڼه لرله او مشران یې د افغانستان د بغلان ولایت څخه…

Quick facts

Locationبغلان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-26 23:35:47

Timeline

  1. AF International

    انتونیو ګوترېش: په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د توکمیزې تصفیې ګواښ زیات شوی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-26 21:11:25

انتونیو ګوترېش: په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د توکمیزې تصفیې ګواښ زیات شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button