EnglishKabulافغانستانامنیت

اندونیزیا کې د تېلو یوه چاڼ‌ځای کې چاودنې یو کس وژلی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-19 05:22:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په اندونیزیا کې د تېلو په یوه چاڼ‌ځای کې د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو وزارت نن (پنجشنبه) ویلي چې چاودنه د دغه وزارت تر کنټرول لاندې د تېلو د یوه چاڼځای په یوه زېرمتون کې شوې ده. د دغه وزارت په خبره، چاودنه هغه مهال شوې چې د ترمیم او ساتنې د چارو ترسره کولو لپاره د چاڼ‌ځای فعالیت درول شوی و. سرچینې زیاته کړې چې په دې چاودنه کې یو کارګر ټپي شوی و، خو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو وزارت ویلي چې د چاودنې له امله رامنځته شوی اور مهار شوی او اوروژونکو د دې لپاره چې اور بېرته ونه لګېږي، د سیمې د یخولو عملیات ترسره کړي دي. دغه وزارت همداراز ویلي چې د چاودنې د لامل معلومولو لپاره به څېړنې پیل کړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-19 05:22:01

Timeline

  1. Pajhwok

    اندونیزیا کې د تېلو یوه چاڼ‌ځای کې چاودنې یو کس وژلی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-19 09:50:24

اندونیزیا کې د تېلو یوه چاڼ‌ځای کې چاودنې یو کس وژلی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button