KabulSportsافغانستاندری

اندونیزیا کې یوه بېړۍ له خپلو نږدې ۲۵۰ سپرلیو سره ورکه شوې ده — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 05:22:15🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، اندونیزیا کې یوه مسافر وړونکې بېړۍ د جاوا سمندرګي اوبو کې له خپلو ۲۴۳ سپرلیو سره ورکه شوې او د موندلو په موخه یې د لټون عملیات پیل شوي دي. رویټرز نن (یکشنبه، د سپټمبر ۱۳مه) د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې له قوله راپور ورکړی چې له «Virgo Transport 8» بېړۍ سره د خرابې هوا له امله اړیکه پرې شوې ده. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه بېړۍ د شنبې په ورځ د ختیځ جاوا له سورابایا ښار څخه د سوېلي کالیمانتان د بانجارماسین ښار پر لور روانه شوې وه، خو وروسته اړیکه ورسره پرې شوې ده. د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ویلي: «د دې خبرپاڼې تر خپرېدو له بېړۍ سره اړیکه نه ده ټینګه شوې او د هغې موقعیت هم معلوم نه دی.» د دې ادارې په خبره، د ژغورنې ډلو د بېړۍ موندلو لپاره د لټون عملیات پیل کړي او یوه ډله د بېړۍ وروستي معلوم شوي موقعیت ته استول شوې ده. اندونیزیا شاوخوا ۱۷ زره ټاپوګان لري او بېړۍ په دغه هېواد کې د ترانسپورټ له مهمو وسایلو ګڼل کېږي؛ ځکه په ډېرو مسیرونو کې سمندري سفرونه د هوايي سفرونو په پرتله ارزانه او اسانه دي. خو رویټرز راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د سمندري خوندیتوب معیارونه تل په جدي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 05:22:15

خط زمانی

  1. Pajhwok

    اندونیزیا کې یوه بېړۍ له خپلو نږدې ۲۵۰ سپرلیو سره ورکه شوې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 09:49:30

اندونیزیا کې یوه بېړۍ له خپلو نږدې ۲۵۰ سپرلیو سره ورکه شوې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button