د انګلنډ کرېکټ لوبډلې په درېيمه او وروستۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته په ۸ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه. د انګلنډ لوبډلې د یادې لړۍ په دوو نورو لوبو کې هم د پاکستان لوبډلې ته لوړ توپیر ماتې ورکړې وه. افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې هم اردن ته په یوه ګول ماتې خوړلې وه. دغه لوبډله اوس له دوو لوبو څخه یوه امتیاز هم نه لري او د منفي څلورو ګولونو په توپیر د ډلې د نوملړ په وروستي ځای کې ده. افغانستان به د اسیايي جام دغو لارموندونکو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د کوربه هېواد بحرین پر وړاندې ولوبېږي. بحرین اوس مهال د دې ډلې په سر کې ځای لري. د افغانستان د ۲۰ کلنو لوبډلې د ایران د روزونکي کوروش برمک تر روزنې لاندې په دې لوبه کې ګډوډه او بېپلانې ښکاره شوه. د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې برمک اړ شو چې دوه لوبغاړي له ډګره وباسي او پر ځای یې دوه نور لوبغاړي ولوبوي. د افغانستان د ۲۰ کلنو لوبډلې، د روزونکي کوروش برمک په وینا، خپل تمرینونه په ځنډ پیل کړي وو. لوبډلې له مناسبو تمریناتي کمپونو، دوستانه لوبو او پوره چمتووالي پرته دغو سیالیو ته مخه کړې وه. سره له دې، کوروش برمک د سیالیو له پیل مخکې ویلي وو چې د ده لوبډله د وروستي پړاو ته د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
انګلنډ له پاکستان نه د درېیو ټېسټ سیالیو لړۍ وګټله