KabulSportsافغانستانپښتو

انګلیستان فرانسې ته په ماتې ورکولو د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-19 04:42:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د انګلیستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د مقام ټاکنې لوبه کې فرانسې ته ۶-۴ ماته ورکړه او د دغو سیالیو په درېیمه درجه کې راغی. د راپورونو له مخې، د انګلیستان لوبډلې د لوبې لومړۍ نیمايي د ډیکلن رایس، ازري کونسا او د بوکایو ساکا د دوو ګولونو په مټ په برلاسۍ پای ته ورسوله. ساکا د لوبې په ۸۷مه دقیقه کې د پنالټي له لارې خپل درېیم ګول هم وواهه او هټ‌ټرېک یې بشپړ کړ. د فرانسې له لوري کیلیان امباپه دوه ګولونه ووهل او په دې سیالیو کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه او د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د غوره ګول‌وهونکو د جدول په سر کې راغی. هغه همدارنګه د نړۍوال جام په تاریخ کې د خپلو ټولو ګولونو شمېر ۲۲ ته ورساوه او د دغو سیالیو د تاریخ د غوره ګول‌وهونکي ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړ. د فرانسې نور دوه ګولونه براډلي بارکولا او عثمان ډیمبلي ووهل، خو جوډ بلېنګهم د لوبې په اضافي وخت کې د انګلیستان شپږم ګول وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه. دغه لوبه د فرانسې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د دیدیه دېشان وروستۍ لوبه هم وه. هغه د «خروسونو» له لوبډلې سره تر ۱۴ کلنې روزنې وروسته، د ۱۸۵ لوبو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-07-19 04:42:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    انګلیستان فرانسې ته په ماتې ورکولو د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام درېیم مقام خپل کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 09:09:35

انګلیستان فرانسې ته په ماتې ورکولو د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام درېیم مقام خپل کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button