د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې دوامدارې ستونزې د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي. اڅکزي کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لهخوا رابلل شوې جرګې ته د وینا پرمهال وویل، کله چې په یوه سیمه کې امنیتي وضعیت خراب شي، د خلکو ژوند او مال له ګواښ سره مخ شي او ستونزې زیاتې شي پښتانه د خپلو ستونزو د حل لپاره جرګې جوړوي.هغه وویل، د یادې جرګې موخه د سیاسي ګوندونو غونډه نه بلکې د پښتنو او په پښتونخوا کې د مېشتو ولسونو د ستونزو په اړه د خلکو ترمنځ ګډ بحث او د حل لارې موندل دي.نوموړي ټینګار وکړ، چې سیاسي ګوندونه خپل ځانګړی اهمیت لري خو د سیمې ولسونه له کلونو راهیسې د ناامنۍ، وژنو، بېځایه کېدو او نورو ستونزو سره مخ دي او د هغوی د ستونزو د بیان لپاره د ولسونو ګډه جرګه اړینه ده.هغه وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې د نړۍوالو او سیمهییزو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل شوی او د روسیې، امریکا او نورو هېوادونو د جګړو له امله د افغانانو ژوند او هېواد ته درانه زیانونه اوښتي دي.د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید د افغانانو ارادې ته درناوی وشي. هغه وویل، د افغانستان د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
اوچا: د زدهکړو دوامداره ستونزه د افغان ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي
Sources
Afghan sources
اوچا: د زدهکړو دوامداره ستونزه د افغان ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي