EnglishKabulNewsافغانستان

اوچا: سږکال ۹۲ زره کسان له طبيعي پيښو اغېزمن سوي — Dw

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-17 08:20:26🎙 Listen to radio

اوچا، په یوه راپور کې ویلي دي چي سږکال ناڅاپي سیلابونو، ځمکي ښویېدني او نورو طبیعي پېښو په افغانستان کي بشري ناورین لا پسي سخت کړی دی. د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو او ۲۰۲ ولسوالیو کي تر ۹۲ زرو ډېر خلک له طبیعي پېښو څخه اغېزمن سوي دي. په دغو پېښو کي لږ تر لږه ۹۷ کسان مړه سوي او ۳۳۱ نور ټپیان سوي دي. اوچا، زیاته کړه چې نږدې ۱۰۰۰۰ کورونه زیانمن سوي او له ۲۱۰۰ ډېر په بشپړه توګه ویجاړ سوي دي. په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله اغېزمني سوي دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چي یوازي د جولای مياشتي له ۲۰مي د اګست تر ۳مي نېټې پورې، په لسو ولایتونو کي نږدې ۵۰۰۰ کسان اغېزمن سوي دي؛ په دغو ولایتونو کي نورستان، کابل، کاپیسا، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر، پروان او غزني شامل دي. د اوچا په خبره، نورستان تر ټولو زیات زیان لیدلی دی. په دغه ولایت کي د سېلابونو او ځمکې ښویېدني له امله په لسونو کسان چي د مرستندوی ادارو یو کارکوونکی هم پکې شامل دی، مړه سوي او په سونو کورونه ویجاړ یا زیانمن سوي دي. په راپور کي راغلي چي یوازې د افغانستان په ختیځو سیمو کي تر ۵۱ زرو ډېر خلک…

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-08-17 08:20:26

Timeline

  1. Dw

    اوچا: سږکال ۹۲ زره کسان له طبيعي پيښو اغېزمن سوي

Sources

External sources

DwPS
2026-08-17 08:12:48

اوچا: سږکال ۹۲ زره کسان له طبيعي پيښو اغېزمن سوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button