EnglishKabulNewsافغانستان

اوچا: سږ کال په افغانستان کې طبیعي پېښو څه باندې ۹۲ زره خلک… — Pajhwok

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-16 11:28:47🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ټول افغانستان کې طبیعي پېښو له ۹۲ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي. اوچا نن (یکشنبه) د بشري وضعیت په اړه د جولای میاشتې په راپور کې ویلي چې سږ کال سېلابونو، ناڅاپي سېلابونو، ځمک‌ښویېدنو او د نورو پېښو د خلکو کورونو او معیشت ته زیانونه اړولي او د یو شمېر کسانو د مړینې لامل شوي دي. د راپور له مخې، د جنورۍ له میاشتې بیا د اګسټ تر لومړیو پورې په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۹۷ کسان مړه او ۳۳۱ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي چې نږدې ۱۰ زره کورونه زیانمن شوي، له دوو زرو او ۱۰۰ ډېر نور کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او په ټولیز ډول نږدې ۱۳ زره کورنۍ له طبیعي پېښو اغېزمنې شوې دي. اوچا ویلي چې د افغانستان په ۲۰۲ ولسوالیو کې طبیعي پېښې ثبت شوې او یوازې د هېواد په ختیځو سیمو کې له ۵۱ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي. د راپور له مخې، د جولای له ۲۰مې څخه د اګسټ تر درېیمې پورې په غزني، کابل، کاپیسا، لغمان، لوګر، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پنجشېر او پروان په ګډون په ۱۰ ولایتونو کې نږدې پنځه زره کسان د طبیعي…

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-08-16 11:28:47

Timeline

  1. Pajhwok

    اوچا: سږ کال په افغانستان کې طبیعي پېښو څه باندې ۹۲ زره خلک اغېزمن کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-16 15:57:15

اوچا: سږ کال په افغانستان کې طبیعي پېښو څه باندې ۹۲ زره خلک اغېزمن کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button