دغه بنسټ په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره د بیړنۍ مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلې دي چې د جنوري او مې میاشتو ترمنځ ناچاودلو مهماتو ۱۷۵ کسان قرباني کړي، چې زیاتره یې ماشومان دي. دغه بنسټ په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره د بیړنۍ مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده. یاد بنسټ پر خپل ایکس پاڼه کاږي چې د روان کال د جنوري او می مياشتي ترمنځ ۱۷۵ کسان په افغانستان کې د ناچاودلو مهماتو قرباني شوي دي چې ۷۵ سلنه قربانیان ماشومان دي. د ملګري ملتونو دې سازمان د معلوماتو پر بنسټ، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو یا ناچاودلو مهماتو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي. اوچا ټینګار کړی دی چې دا پېښې د مخنیوي وړ دي. یاد بنسټ ویلي دي چې د جون تر میاشتې پورې د ماین پاکۍ او د ناچاودلو مهماتو د خنثی کولو لپاره له اړتیا وړ ۱۴.۵ میلیونه ډالرو څخه یوازې ۳.۶ میلیونه ډالر برابر شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: «فوري ملاتړ به د نورو قربانیانو مخه ونیسي.» اوچا زیاته کړې ده چې د ماینونو پاکول او خلکو ته د خطر په اړه معلومات ورکول د خلکو ژوند وژغوري، خو په وینا يې د مرستو د کمېدو له امله د ماین…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
اوچا: ناچاودلي مهمات د افغان ماشومانو ژوند اخلي