Healthافغانستاندری

اوچا: په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه له جدي ګواښ سره مخ دي — AF International

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-02 12:16:30🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د بودیجې د سخت کمښت له امله په افغانستان کې اړینو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له جدي خطر سره مخامخ دی. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونه ډالره بودیجې له ډلې تر اوسه یوازې ۴۴ سلنه برابره شوې ده او بېړنۍ روغتیايي چارې د تمویل راتلونکي پړاو ته انتظار نه شي کولای. اوچا څرګنده کړې، چې د کافي بودیجې د نشتوالي له امله، په ټول افغانستان کې ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه خورا محدود او یا هم په بشپړ ډول وتړي. د دغه سازمان په وینا، په لرې پرتو سیمو کې فعالو روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو رسول اوس مهال یوه خطرناکه چاره ده، چې دا وضعیت د اړمنو کسانو ژوند لا له ګواښ سره مخامخ کوي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي چې د دوی بشردوستانه همکاران لاهم هڅه کوي هغو سیمو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي چې ځايي ټولنې ورته په اسانۍ لاسرسی لري. خو د اوچا په ټکو، اوسنیو اړتیاوو ته په کتو خورا زیاتو هڅو ته اړتیا ده او د خدمتونو د دوام لپاره دوامداره، ډاډمن او منظم مالي ملاتړ بنسټیز ارزښت لري. دغه سازمان ټینګار کړی چې د مالي ملاتړ دوام د میندو او ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو…

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-02 12:16:30

خط زمانی

  1. AF International

    اوچا: په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه له جدي ګواښ سره مخ دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-02 10:42:38

اوچا: په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه له جدي ګواښ سره مخ دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button