کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي ویلي، هېواد یې له ډنمارک، استونیا او هالنډ سره د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تولید او پراختیا برخه کې درې تړونونه لاسلیک کړي دي. د زلېنسکي په خبره، دغه تړونونه به د دفاعي تجهیزاتو د ګډ تولید، د تجربو د تبادلې او د وسلو د صادراتو د روڼتیا د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي. هغه د ډنمارک له تړون سره په تړاو وویل، دغه هېواد لومړنی هېواد و چې په اوکراین کې یې د دفاعي تجهیزاتو د ګډ تولید وړاندیز وکړ او اوس به هغو اوکرایني وسلو ته لاسرسی ولري چې په جګړه کې ازمویل شوې دي. اوکراین په ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له برید وروسته د بېپیلوټه الوتکو پرمختللی صنعت پراخ کړی او له څه باندې څلورکلنې جګړې ترلاسه شوې تجربې له نورو هېوادونو سره د دفاعي همکاریو د پراختیا لپاره کاروي. زلېنسکي د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دې غونډه کې د اوکراین لومړیتوب د هوايي دفاعي سیسټمونو پیاوړتیا او د دغه هېواد د ډیپلوماټیک دریځ ښه کول دي. هغه یو ځل بیا د روسیې د بالستیک توغندیو د بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دوشنبې په ورځ پر کییف د روسیې په وروستي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
اوکراین له درېیو اروپایي هېوادونو سره د بېپیلوټه الوتکو د تولید برخه کې تړونونه لاسلیک کړل
سرچینې
Afghan sources
اوکراین له درېیو اروپایي هېوادونو سره د بېپیلوټه الوتکو د تولید برخه کې تړونونه لاسلیک کړل