Summary: د 'اپکس امانت' په نوم د وړو مالي تمويلونو مؤسسې له د افغانستان بانک او صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د جواز ترلاسه کولو وروسته، د مالي خدمتونو وړاندې کولو (د اسلامي پورونو) په برخه کې نن په رسمي ډول خپل فعاليت پيل کړ. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې چې د اسلامي امارت او د مالي او بانکي بنسټونو مسئولینو، د خصوصي سکټور استازو، انکشافي شريکانو او متشبثینو ګډون کړی و؛ د 'اپکس امانت' مؤسسې رئیس حبیب الرحمن وویل: "زموږ موخه دا ده چې افغان کورنیو، پنځوونکو او کسبګرو ته د لاسرسي وړ او د شریعت مطابق اسلامي مالي خدمتونه وړاندې کړو."هغه ژمنه وکړه چې 'اپکس امانت' به خپل فعالیتونو د امانتدارۍ، روڼتیا، حساب ورکولو او صداقت پر بنسټ ترسره او د افغانستان ټول نافذه قوانین، مقررات، احتیاطي الزامات او د شرعي حاکمیت ټول معیارونه په پشپړه توګه رعایت کړي.دغه راز د رپاني بنسټ رئیس نصرالدین رپاني، د 'اپکس امانت' مؤسسې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: "اپکس امانت د «رپاني» بنسټ یوه څانګه ده چې د افغانستان ځوانانو، بزګرانو، کوچنیو کاروباریانو، راستنېدونکو، کسبګرو او سوداګریزو بنسټونو ته به د اسلامي شریعت له اصولو سره سم، مسئولانه او اغېزمن مالي خدمتونه وړاندې کړي. د دغې مؤسسې دنده دا ده چې اسلامي او اخلاقي مالي خدمتونه، مسئولانه تمویل، منظمې سوداګرۍ او پانګې ته د لاسرسي له لارې هغوی ته د ودې زمینه برابره کړي."هغه زیاته کړه: "زموږ موخه یوازې تمویل نه دی؛ بلکې د فرصتونو رامنځته کول هم دي. افغانستان یوازې مرستو ته اړتیا نلري؛ بلکې د فرصتونو رامنځته کولو، پانګونې، متشبثینو او د خصوصي سکټور ودې ته اړتیا لري. پانګه وال باید د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د خلکو د پرمختګ زمینه برابره کړي."د مراسمو په دوام، د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري، د یادې مؤسسې د فعالیت پيل، د هېواد اقتصادي ودې په لاره کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل: "افغانستان لا هم د یو شمېر هېوادونو له لوري تحریم دی او موږ بانکي محدودیتونه لرو؛ خو له دې ټولو سره سره؛ بیا هم په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه د ودې او پراختیا په حال کې ده او دلیل یې دا دی چې زموږ په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی، د فساد او بروکراسۍ لمن راټول شوې ده، د پانګونې پر وړاندې سختې او پیچلې مقررې نشته او د افغانستان اسلامي امارت له لوري پانګه والو ته د پانګونې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي."نظري ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه اقتصاد وزارت له پانګه والو او مؤسسو سره همکار دی، کړنې یې څارې او د هغو د فعالیتونو هرکلی او ملاتړ کوي؛ څو افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي.همدا رنګه، د وړو مالي خدمتونو مؤسسو د اتحادیې مسئول حافظ غلام اسحاق بیان، په خپلو خبرو کې وویل چې اوسمهال د وړو مالي خدمتونو مؤسسې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې شاوخوا ۶۶ زره پېرودونکو ته د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.هېره دې نه وي چې اوسمهال د وړو مالي تمويلونو ۹ مؤسسې د افغانستان بانک څخه جوازونه ترلاسه کړي او د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د مالي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
اپکس امانت د وړو مالي تمويلونو مؤسسې په فعاليت پيل وکړ