افغانستانامنیتپښتو

ایران؛ افغانستان، عراق او پاکستان ته د صادراتو د ستونزو د حل لپاره ځانګړي تدابیر نیسي

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-25 09:30:11🎙 راډیو واورئ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال وايي، د صادرونکو د ستونزو د حل او د صادراتو د بهیر د پیاوړتیا لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیول شوي دي. حمید قنبري د اقتصادي اړیکو د همغږۍ د دولسمې غونډې په څنډه کې، چې د غیرو نفتي صادراتو او د صادرونکو د ستونزو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، ویلي، چې پر ایران د تحمیل شویو جنګي شرایطو له امله د صادراتو په برخه کې نوې ستونزې رامنځته شوې دي. د نوموړي په وینا، هغه صادرونکي چې د ترانسپورټي او لوژستیکي ستونزو له امله نه شي کولای خپلې ژمنې پوره کړي، د دغو ستونزو د حل لپاره په موجوده مقرراتو او کړنلارو کې د بیاکتنې په موخه ځانګړي وړاندیزونه شوي، چې د اړوندو ادارو له خوا هم منل شوي دي. قنبري زیاته کړې، په دې غونډه کې عراق، پاکستان او افغانستان ته د ایراني محصولاتو د صادراتو د ستونزو د حل لپاره هم وړاندیزونه مطرح شوي، چې د بهرنیو لورو سره د خبرو اترو له لارې به تعقیب شي. هغه ویلي، دغه وړاندیزونه به د تعقیب په موخه د ایران سفارتونو او قونسلګریو ته هم واستول شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال هیله څرګنده کړې، چې د دغو هڅو په پایله کې به د موجوده صادراتو د ساتنې ترڅنګ، د صادراتو…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-25 09:30:11

مهالوېش

  1. Parstoday

    ایران؛ افغانستان، عراق او پاکستان ته د صادراتو د ستونزو د حل لپاره ځانګړي تدابیر نیسي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-25 09:26:16

ایران؛ افغانستان، عراق او پاکستان ته د صادراتو د ستونزو د حل لپاره ځانګړي تدابیر نیسي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button