Summary: د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ایران د پهلوانۍ له دوو نړیوالو لوبڅارانو او روزونکو محمد مصلحي پور او سراج الدین خطیبي سره وکتل. د افغانستان د ورزش ادارې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې.ښاغلي وثیق له هغوی غوښتي، چې په ایران کې د افغان ورزشکارانو د روزنې په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.یاد ایراني لوبڅارانو افغانستان ته په راتګ خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې افغان ځوانان ښه ورزشي وړتیا لري او له پهلوانۍ سره ځانګړې مینه لري. ایراني لوري ویلي، چمتو دي د افغان ورزشکارانو او تخنیکي کادرونو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي.دواړه ایراني لوبڅاران د افغانستان د پهلوانۍ د لومړي پړاو غوره لیګ سیالیو د لوبڅارۍ لپاره افغانستان ته راغلي دي.د سرچینې په لیکنه، دغه سیالۍ له تېرو لسو ورځو راهیسې د هېواد د ورزش ادارې په جمنازیوم کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ روانې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
ایراني لوبڅاران: د افغان ورزشکارانو د روزنې په برخه کې همکاري پراخوو
سرچینې
Afghan sources
ایراني لوبڅاران: د افغان ورزشکارانو د روزنې په برخه کې همکاري پراخوو