EconomyEnglishافغانستانننګرهار

ایراني چارواکي: دوه‌اړخیزه همکاري به د افغانستان ختیځې حوزې او ایران اړیکې لا پیاوړې کړي.

DevelopingEconomyننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-10-12 07:35:32🎙 Listen to radio

د چارواکو په وینا، ګډه همکاري او یو بل ته لاس ورکول په دې سیمه کې د ایراني پانګه‌والو لېوالتیا نوره هم زیاتولای شي. له جلال آباده زمونږ خبریال آصف شینواري رپورټ راکړی چې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، محمود سیادت، جلال‌اباد ته د سفر پر مهال له ولایتي چارواکو سره په ګډه ناسته کې وویل، د دوی د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په ختیځه حوزه کې د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شته او که دوه‌اړخیزه همکاري موجوده وي، ایراني پانګه‌وال په دې سیمه کې پانګونې ته لېواله دي. ښاغلي سیادت وویل، پر کرنې او مالدارۍ سربېره، د کانونو په برخه کې بوخت کاري ځواک د ظرفیت لوړونې اړتیا لري او د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې په دې برخه کې خپله پوهه، تجربې او لاسته‌راوړنې هم شریکې کړي. په دې ناسته کې د ولایت د مرستیال والي ترڅنګ، د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو رئیس هم د کرنې، مالدارۍ او طبیعي زېرمو یو شمېر ستونزې شریکې کړې او د مرستو غوښتنه یې وکړه. د کرنې رئیس، مولوي عبدالستار محمد، وویل، دوی اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لري، څو له لږې ځمکې ډېر حاصل ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه چې د څارویو، کبانو، چرګانو او نباتاتو لپاره د درملو له کمښت سره هم مخ دي. همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ د سکتور…

Quick facts

Locationننګرهار
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-12 07:35:32

Timeline

  1. Parstoday

    ایراني چارواکي: دوه‌اړخیزه همکاري به د افغانستان ختیځې حوزې او ایران اړیکې لا پیاوړې کړي.

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-12 07:28:34

ایراني چارواکي: دوه‌اړخیزه همکاري به د افغانستان ختیځې حوزې او ایران اړیکې لا پیاوړې کړي.

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button