د ایران د سویلي خراسان ولایت چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران او افغانستان پر پوله د ماهیرود بندر له لارې ۸۲۴ زره ټنه ترانزیټي توکي لېږدول شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۲ سلنه زیاتوالی ښيي. ټایمز اف انډیا د فولکر ترک له قوله لیکلي، د افغانستان وضعیت له بد څخه لا پسې خرابېدو ته روان دی او داسې ښکاري چې نړۍ د دغه هېواد خلک هېر کړي دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، روغتیا او زدهکړو په برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه، د کاري فرصتونو کمښت، د خوراکي توکو ناامني او د نړیوالو مرستو کمېدل د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو لپاره تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، له پوهنتونونو د ښځو محرومول، د ښکلا سالونونو تړل او په پارکونو، ورزشي مرکزونو او عامه حمامونو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه د دغو اقداماتو مهمې بېلګې دي. د راپور له مخې، طالبانو د امر بالمعروف قانون هم نافذ…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ایراني چارواکي: د ماهیرود بندر له لارې افغانستان ته د ترانزیټي توکو لېږد ۹۲ سلنه زیات شوی
سرچینې
Afghan sources
ایراني چارواکي: د ماهیرود بندر له لارې افغانستان ته د ترانزیټي توکو لېږد ۹۲ سلنه زیات شوی