Politicsافغانستانپښتو

ایران او افغانستان پخپلو کې تیلی ملګرتیاوې لا پراخوي

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-20 09:41:21🎙 راډیو واورئ

زمونږخبریال راپور راکوي،د ايران د انرژۍ وزارت چارواکي وايي، له افغانستان سره د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا ته چمتو دی او کولی شي افغانستان ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي. د افغانستان د امارتي شرکتونو عمومي مشر مولوي احمدجان بلال په تهران کې د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علي‌آبادي سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا او انرژۍ، د پاکو اوبو د رسولو او د فاضلابو د تصفیې په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار وايي، په دې لیدنه کې چې د دواړو هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و، د انرژۍ ترڅنګ د اوبو رسولو او د فاضلابو د تصفیې خونو د جوړولو په اړه هم هراړخیز بحث شوی دی. د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي. نوموړي همداراز ویلي، ایران به د افغان تخنیکي کادرونو د روزنې او د هغوی د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. په دې اړه زمونږ دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-20 09:41:21

مهالوېش

  1. Parstoday

    ایران او افغانستان پخپلو کې تیلی ملګرتیاوې لا پراخوي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-20 09:35:39

ایران او افغانستان پخپلو کې تیلی ملګرتیاوې لا پراخوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button