KabulPoliticsافغانستاندری

ایران او عمان هرمز تنګي کې د لنډمهاله سمندري دهلېز جوړولو په اړه… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 06:22:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ پر سوله هوکړې ته د رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له کړکېچ سره مخ شوې دي، ایران وایي چې له عمان سره یې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د مدیریت په اړه خبرې بیا پیل کړې او د یوه «لنډمهاله ګډ سمندري دهلېز» پر جوړولو یې بحث کړی دی. رویټرز نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي پرون په تهران کې سره لیدلي دي. د راپور له مخې، ایران او عمان په تېرو څو اونیو کې په پرله‌پسې ډول د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د مدیریت په اړه خبرې کړې دي. د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل مخکې د نړۍ پنځمه برخه تېل او مایع ګاز له دې لارې لېږدول کېدل. سرچینې لیکلي، دواړو هېوادونو ویلي چې په وروستیو خبرو کې په هرمز تنګي کې د یوه «لنډمهاله ګډ سمندري دهلېز» پر جوړولو او له ماینونو د دغه مسیر پر پاکولو بحث شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په دغه تنګي کې ټول ماینونه پاک شوي؛ هغه له دې مخکې هم دا ادعا کړې وه. رویټرز لیکلي چې که څه هم د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 06:22:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ایران او عمان هرمز تنګي کې د لنډمهاله سمندري دهلېز جوړولو په اړه غږېدلي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-26 10:48:34

ایران او عمان هرمز تنګي کې د لنډمهاله سمندري دهلېز جوړولو په اړه غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button