د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (جمعه د لړم ۱۵مه) د سپین بولدک، تورخم، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو له پاکستان او ایران څخه ۴۳۷ تنه افغانان بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي. یاد کمیسیون د شنبې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ ۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۷ تنو ته رسېږي افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې له پاکستان څخه ۱۸۱ تنه د تورخم او ۲۲ تنه د سپين بولدک له لارو او همداراز له ایران څخه ۲۰۹ تنه د ورېښمو پله او ۲۵ تنه د اسلام کلا له لارو هېواد ته اړول شوي دي. طالبانو ویلي، چې په همدې ورځ یې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱ تنه وو له کابل څخه خپلو مېنو ته لېږدولي دي. په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي. د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د ازبکستان په سمرقند ښار…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ایران او پاکستان تېره ورځ څه باندې ۴۰۰ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي
منابع
Afghan sources
ایران او پاکستان تېره ورځ څه باندې ۴۰۰ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي