دایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال زاده ننګرهار ته دسفر پر مهال ددې ولایت له والي ملا محمد نعیم اخند سره په ګډه ناسته کې وویل، دایران اسلامي جمهوریت په پام کې لرې ،چې دافغانستان له ختیزې سیمې سره په اقتصادي برخه کې خپلې مرستې زیاتې او په بېلابېلو برخوکې ددې سیمې له افغان چارواکو سره خپلې تجربې شریکې کړي. جلال زاده وویل، په جلال اباد کې د دوې دسیاسې استازولۍ بنسټیزه دنده هم په اقتصادي او نورو برخو کې له ایران سره ددې سیمې نږدې کول دي.دایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل.که څه هم ،چې دافغانستان ختیزه سیمه د واټن له پلوه له ایران نه لرې پرته ده. خو اوس داړیکو ټینګولو لپاره واټن ارزښت نه لري او موږ به هڅه وکړو له هرې ممکنې لارې ددې سیمې دنږدې کیدو لپاره ګټه واخلو ، وحید جلال زاده وویل ،په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکې کې له ایران نه یو لوړ پوړې پلاوې دې سیمې ته سفر وکړي. او دغه راز ددې سیمې یو اقتصادی پلاوې هم ایران ته ولاړ شي، چې دا به ددې سیمې او ایران تر منځ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزې.په ناسته کې دننګرهار والي ملا محمد نعیم له افغانستان سره د ایران اسلامي جمهوریت د پرله پسې مرستو پر قدرونې سربیره وویل، ایران تل په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ایران به دافغانستان له ختیزې سیمې سره خپلې اقتصادي مرستې زیاتې کړي
منابع
External sources
ایران به دافغانستان له ختیزې سیمې سره خپلې اقتصادي مرستې زیاتې کړي