د دغه سازمان په وینا، دغه کسان چې په اصفهان کې اوسېدل، د تېر کال د مرغومي (جدي) میاشتې په اعتراضونو کې د ګډون او د ایران د پولیسو د یوې پوستې د سوځولو په تور پر اعدام محکوم شوي دي. دا خبر دقیقاً څلور ورځې وروسته له هغې خپریږي چې د ګلمحمد محمدي په نوم ۲۳ کلن افغان تبع اعدام شو؛ هغه ځوان چې د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، په اصفهان کې د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې په اعتراضونو کې د ګډون په تورنیول شوی و. په تېرو پنځو میاشتو کې په ایران کې د هغو افغانانو شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی چې اعدام شوي یا د اعدام له حکم سره مخ دي. د هنګاو بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د اصفهان محکمې درې افغانان هر یو افشار شاهاحمدي، ایمان شفایي او صدرالدین احمدزاده د «پولیسو پوستې ته د اور اچولو» په تور پر اعدام محکوم کړي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، دا درې افغانان د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې نیول شوي وو او ۴۰ ورځې یې د ایران د اطلاعاتو وزارت په توقیف ځای کې له کورنۍ او وکیل ته له لاسرسي پرته تېرې کړې دي. هنګاو دغه راز زیاتوي چې ایمان شفایي له نیول کېدو وړاندې تنفسي ناروغي درلوده او د توقیف…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
ایران درې افغانان پر اعدام محکوم کړل | آمو ټلویزیون