EconomyEnglishKabulافغانستان

ایران د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو لپاره خپلې څېړنې پیلوي

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-25 09:05:28🎙 Listen to radio

د ایران د اسلامی جمهوریت د ځمکپوهنې او معدني اکتشافاتو اداره وائي، د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو لپاره یې خپلې څېړنې پیل کړې دي. زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د ایران د ځمکپوهنې او معدني اکتشافاتو ادارې مشر سید محمود فاطمي عقدا، ویلي، د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو ترڅنګ، د دغو سرچینو لپاره د معلوماتو د بانک جوړولو چارې هم پیل شوې دي. نوموړي افغانستان د ایران د «معدني ډیپلوماسۍ» له مهمو هدفونو بللی او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه د کانونو او ځمکپوهنې په برخې کې د همکاریو د پراختیا هڅې کوي. فاطمي عقدا وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ځمکپوهنې، معدني اکتشافاتو او علمي همکاریو پراختیا د اقتصادي ملګرتیاموسیسې، «اکو»، په چوکاټ کې هم تعقیبېږي. فاطمي عقدا وايي، افغانستان په راتلونکي کې د ایران د صنعتونو د اړتیا وړ د ځینو معدني موادو د برابرولو یوه برخه پر غاړه اخستلی شي. په افغانستان کې د اقتصادي چارو یو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې باور دي چې افغانستان د طبيعي کانونو ډیرې زيرمې لري، خو د دغو سرچینو د ښه مدیریت، اکتشاف او استخراج لپاره لا هم ډېرو علمي څېړنو او پانګونې ته اړتیا ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې ایراني شرکتونه او پانګه‌وال د افغانستان د کانونو او…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-25 09:05:28

Timeline

  1. Parstoday

    ایران د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو لپاره خپلې څېړنې پیلوي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-25 08:57:21

ایران د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو لپاره خپلې څېړنې پیلوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button