Healthافغانستانپښتو

ایران د افغانستان پر پوله د ۲۰ زره لیتره قاچاقي تېلو د نیولو… — AF International

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-09 13:05:24🎙 راډیو واورئ

د ایران د رضوي خراسان ولایت د اقتصادي امنیت پولیسو د ایران او افغانستان پر پوله د شل زره لېتره قاچاقي ډېزلو د نیولو خبر ورکړی دی. د ایراني رسنۍ د راپور له مخې، د دغه ولایت یوه پوځي چارواکي احمد نګهبان وویل، د دوغارون په ګمرک کې څلور باروړونکي موټر درول شوي دي. د مهر رسنۍ د راپور پر بنسټ د ایران د پولیسو یوه چارواکي احمد نګهبان په دې اړه وویل، چې د رضوي خراسان ولایت د اقتصادي امنیت ځانګړو ډلو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دا عملیات کړي دي. هغه زیاته کړه، چې قاچاق وړونکو غوښتل دا تېل په پټه افغانستان ته انتقال کړي. د نګهبان په وینا، د دوغارون ګمرک پولیسو د یو لړ ضربتي عملیاتو په ترڅ کې څلور ټیلر ډوله موټر ودرول او تر پلټنې وروسته په کې شل زره لېتره قاچاقي ډېزل وموندل شول. د ایراني چارواکو په خبره، په دې تړاو درول شوي موټر نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي. د ایران او افغانستان ترمنځ پر ګډه پوله د توکو او تېلو د قاچاق هڅې وخت ناوخت کېږي او دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې پر پوله د څارنې او امنیتي تدابیرو د زیاتولو خبر ورکړی دی. د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د روان کال اګسټ په ۱۴مې د طالبانو د پنځه کلنۍ واکمنۍ په تړاو خپاره کړي یو راپور…

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-09 13:05:24

مهالوېش

  1. AF International

    ایران د افغانستان پر پوله د ۲۰ زره لیتره قاچاقي تېلو د نیولو خبر ورکړی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-09 11:44:57

ایران د افغانستان پر پوله د ۲۰ زره لیتره قاچاقي تېلو د نیولو خبر ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button